د پاکستان حکومت له بشکیک خپل یو شمېر محصلان ویستلي

تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د قرغیزستان له پلازمېنې بشکیک یې خپل یو شمېر محصلین په ځانګړې الوتکه کې راویستلي دي.

د پاکستان ملي راډیو تلوېزیون د راپور پر بنسټ، تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

دې تلوېزیون د چارواکو له قوله دا هم لیکلي چې نن یکشنبه به هم ډېر شمېر نور محصلان له بشکیک وویستل شي.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او لږ تر لږه ۲۹ تنه یې ټپيان کړل.

په ټپیانو کې ډېر یې پاکستاني محصلان دي.

په همدې حال کې د قرغیزستان حکومت یوه اعلامیه کې ویلي چې وضعیت اوس ښه شوی او د حالاتو د سمون ډاډ یې ورکړی.