د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه کې نن د اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو ملکیتونه سخت زیانمن شوي وو.