قُمي: لا هم د هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قُمي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قُمي وايي، لا هم د سیمې د لیرې هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي.

قُمي دا خبره د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي جان­فرانکو پیټروزیلا سره په کتنه کړې ده.

قُمي پرون په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ناوړه وضعیت دوام، ښايي د اروپا لپاره د ګواښونو سرچینه شي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي لیکلي چې په دې کتنه کې یې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوعاتو هم خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د فبروري پر ۱۸مه او ۱۹مه شوې وه چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.