د خوست په ځاځي میدان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې ډزې شوي

د افغانستان په نقشه کې خوست ولایت

د پکتیا د ډنډ پټان وروسته بېګا شپه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د حکومت او پاکستاني حکومت د سرحدي ځواکونو تر منځ د درنو وسلو ډزې شوې دي.

ځايي اوسیدونکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې ډزې د شپې له دوه بجو څخه پیل شوې او د سهار تر لمر خاته يې دوام وکړ او اوسمهال دواړو خواوو ته ډزې بندې شوې دي.

ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې د توغندیو برید د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو لخوا پیل شوی دی.

د دوی په وینا چې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د درنو وسلو ځینې مرمۍ د ځاځي میدان د خلکو په کورونو او سیمو هم لګیدلي، خو چاته یې یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د ځاځي میدان خلک وايي، چې د پاکستان د پوله ساتو او د افغانستان د لوري د ځواکونو تر منځ پخوا په دې کچه د لویو وسلو جګړه نه وه شوې.

د ځايي خلکو په وینا، چې نن سهار د طالبانو د ځواکونو یو لوی قطار ځاځي میدان ته رسیدلی او حالت ترینګلی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیراحمد عثماني ویلي دي چې د دې جګړې په اړه مالومات راټولوي او وروسته به یی د رسنیو سره شریک کړي.

بلخوا په کابل او اسلام اباد کې چارواکو په دې اړه په رسمي توګه تر دا دمه څه نه دي ویلي.