فایق: هڅه کوو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ځنډول شوی حق بیا تر لاسه کړو

نصیراحمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي د حق العضویت په خاطر د رایې د حق ځنډول کومه نوې مسله نه ده او دی هڅه کوي دا حق بېرته ترلاسه کړي.

فایق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستانه په تخنیکي دلایلو دا حق اخیستل شوی.

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو، په دې خاطر افغانستان په عمومي اسمبلۍ کې له رایې ورکولو محروم کړی چې د کال دوه لکه ډالره حق العضویت یې نه دی ورکړی.

اخوا د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رایې د حق تعلیق د حق العضویت له نه ورکولو سره کوم تړاو نه لري.

هغه ویلي که داسې څه وي دی حاضر دی چې تېر پور او د درېیو راتلونکو کلونو حق العضویت ورکړي.