ضمیر کابلوف: طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي.

کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، د دې خبرې معنی دا نه ده چې طالبان د روسیې لومړۍ درجه دوستان دي، خو دا خبره روښانه ده چې "دوی زموږ دښمنان نه دي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف زیاته کړې چې د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم مشخص سیاسي محدودیتونه شته.

روسیه که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

طالبان چې لا هم په روسیه کې یوه ممنوعه ډله ګڼل کېږي، له روسیې سره په تجارتي او نورو برخو کې تعاملات لري.