وردګ: د اوسلو غونډه کې د افغان کډوالو، مرستو، د ښځو تعلیم او کار په اړه خبرې وشوې

د اوسلو ښار یوه څنډه

پخوانۍ ډیپلوماته او له اسیا څخه د اسلامی همکاریو سازمان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون غړې اصیلا وردګ وايي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د کډوالو، بشري مرستو، د ښځو د تعلیم او کار او د هغوی د اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

مېرمن وردګ په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کنفرانس کې د ټولو اقشارو استازیو او هم د طالبانو استازو برخه اخیستې وه.

خو یو شمېر ښځینه فعالانو په اوسلو کې پر وروستۍ غونډې سختې نیوکې کړې دي.

د "افغانستان د ښځو د ملي اتحاديې چتر" په نوم ډلې د ناورې چارواکو ته په يوه پرانيستي‌ليک کې د داسې غونډو د جوړولو او له طالبانو سره د اړيکو د احتمالي پلان په اړه خبرداری ورکړی ځکه د دوی په ټکو طالبان، بشري ارزښتونه په تېره د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

د بشري حقونو د څېړنې ليګ په نوم يوې ټولنې د مې په ١۴مه او ١۵مه په اوسلو کې يوه غونډه وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ريچارډ بينېټ هم ګډون کړى و.