د عربي هېوادونو مشران په بحرین کې غونډه کوي

د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه

د عربي هېوادونو مشران نن پنجشنبې په بحرین کې داسې مهال جرګه کېږي چې په غزه کې جګړه روانه ده او د اوربند څرک نه لګېږي.

پرون چهارشنبې د بحرین پلازمېنې ماناما ته چېرې چې د عرب لیګ د ۲۲ غړیو هېوادونو بیرغونه ځړېدلې وو، د عربي هېوادونو د مشرانو او چارواکو ورتګ روان و.

دا لومړی ځل دی چې د عرب لیګ مشران د نومبر په میاشت کې د ګاونډي سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د کنفرانس تر فوق العاده سرمشریزې وروسته، په یوه غونډه کې سره راټولېږي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په هغه سرمشریزه کې مشرانو په غزه کې د اسراییلي ځواکونو اقدامات غندلي او هغه یې وحشیانه بللي وو، خو له دې یې ډډه وکړه چې د اسراییل پر وړاندې د اقتصادي او سیاسي سزاګانو لپاره اقدامات وکړي.