طالبان: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپیان شوي

په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. ځايي اوسېدونکې د هغه کور ترڅنګ لیدل کېږي چې سېلابونو نړولی دی.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باختر آژانس چې طالبان یې اداره کوي د راپور له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د معینیت سرپرست او د باختر آژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل وویل چې په دې ولایت د سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه، ۲۶۵ کسان ټپیان، څه باندې ۴۰۰۰ کورونه په ټولیز ډول او څه باندې ۲۰۰۰ کورونه قسماً ویجاړ شوي او همدارنګه زر څاروي هم تلف شوي دي.

د راپور له مخې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې او د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې زر کسان چې د سېلابونو له خطرسره مخ و، ژغورل شوي دي.

په عین حال کې باختر آژانس په فراه کې د یوه کور د چت د راپرېوتو په پېښه کې د څو کورنیو چې په دې کور کې د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی و، ۱۵ غړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره دا پېښه په بکوا ولسوالۍ کې شوې چې په نتیجه کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن مړه شوي او نهه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.