غزه کې له تېرو څو میاشتو راهیسې تر ټولو سختې نښتې شوي

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د راپورونو له مخې تېره شپه د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې د اسراییلي سرتېرو او د سخت دریځې حماس او نورو فلسطیني ډلو د وسله‌والو ترمنځ سختې نښتې شوي چې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو شدیدې بلل شوې دي.

اسراییلي ټانکونه ګڼ مېشتو سیمو او په شمال ختیځ کې د سخت دریځو د قوي سنګر، جبالیه کمپ تنګو کوڅو ته ننوتلي چې له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، متحدې د اسلامي جهاد ډلې وسله‌والې څانګې ویلي چې وسله‌والو یې د جبالیه په ختیځ کې د سختو نښتو په ترڅ کې یو شمېر اسراییلي پلي سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

جبالیه په غزه کې یو له اتو لویو کمپونو څخه دی چې په منځني ختیځ کې د عربو او اسراییل ترمنځ د ۱۹۴۸م کال جګړې وروسته جوړ شوي دي.