غور کې د طالبانو یوه هیلیکوپټره لوېدلې؛ یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي

په غور کې د طالبانو رالوېدلې هیلیکوپټره چې یو کس په کې وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلیکوپټره یې په غور ولایت کې رالوېدلې ده.

د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دوی د هوایي ځواکونو ایم۱۷ ډوله هیلیکپټره چې د هریرود له سینده د یو شمېر خلکو د جسدونو د راایستلو لپاره استول شوې وه، له عملیاتو وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه او د بېړنۍ ناستې پر مهال په فېروز کوه ښار کې راولوېده.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې یو کس مړ او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا، دې هیلیکوپټرې هغه مړي انتقالول چې چې څه موده مخکې له فلنکوچ ډوله موټرسره د هریرود سیند ته لوېدلی و.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دغه هیلیکوپټره د سیند له استنادي دېوال سره لګېدلې ده.