شنکر: پر هندي کمپنیو د امریکا د احتمالي بندیزونو په اړه د خبرو خبر ورکړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر

وروسته له هغې چې متحدو ایالتونو وویل هندي کمپنۍ به چې د ایران د چابهاربندر په پروژه کې ښکېلې دي، د بندیزونو له خطر سره مخامخې شي، د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، کمپنۍ به یې د دغه ستراتیژیک بندر پر ګټو د پوهېدو لپاره کار وکړي.

ایران او هند روانه اوونۍ د دغه بندر د پراختیا او تجهیز لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې نوي ډیلي ته اجازه ورکوي چې د لسو کلونو لپاره یې له تاسیساتو کار واخلي.

هغه هم داسې مهال چې د هند حکومت په لویدیځه او مرکزي آسیا کې د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې کوي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سې شنبې ناوخته په کلکته کې یوې غونډې ته وویل چې دا مسله د خبرو اترو او قناعت له لارې حل کیدای شي چې خلک په دې پوه شي چې دا واقعاً د هرچا په ګټه ده.

هغه زیاته کړه که د چابهار بندر په اړه د امریکا پخواني دریځ ته ځیرشو نو ګورو چې متحدو ایالتونو د چاربهار د بندر ستاینه کړې او هغه یې ډېر مهم بللی دی.

متحدو ایالتونو، په افغانستان کې د پوځي حضور په مهال دغه پروژه ځکه منلې وه چې نوی ډیلی یې په کابل کې د خپل ملاتړي حکومت یو ارزښتناک شریک باله.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانټ پاټیل د دوشنبې په ورځ وویل، هرهغه څوک یا کمپنۍ چې له ایران سره د سوداګرۍ معاملې کوي، باید په دې پوه شي چې ځان د بندیزونو له خطر سره مخامخ کوي.

د امریکا متحدو ایالاتونو له اوږدې مودې راهیسې پر ایران د دې هیواد د اټومي او میزایلو د پروګرامونو په ګډون د یو لړ مسایلو په خاطربندیزونه لګولي دي.