د بشري حقونو د لیګ په نوم ډلې ناروې کې یو شمېر افغان فعالانو سره غونډه کړې

د ناروې بیرغ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، د ناروې په پلازمینه اوسلو کې یې د مدني ټولنې، په ځانګړې توګه ناروې کې مېشتو افغانانو سره دوه ورځې ګټورې غونډې درلودې.

ښاغلي بېنیټ بیګا ناوخته په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې په دې غونډو کې له خپل ګډون څخه ځکه خوښ دی چې یو ځل بیا یې له افغان ښځینه فعالانو څخه الهام واخیست.

د بشري حقونو د څېړنیز لیګ hrrleague په نوم یوې ډلې چې په اوسلو کې یې د دې غونډې کوربه توب کړی، بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، په دې غونډه کې یې بحثونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو له سرغړونو سره د حساب کتاب او پر ماشومانو او راتلونکي نسل د جګړې د اغېزو پر مسایلو متمرکز وو.

د دې ټولنې په بیان کې راغلي چې په نورو بحثونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو د تمویل، د زیانګالو افغانانو لپاره د خوندیتوب د فرصتونو د زیاتولو، د افغانستان په اړه په دوحه کې د راروانې غونډې او نور مسایل شامل وو.

د افغانستان د بشري حقونو ستونزه او په تېره د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه هغه مهمه مسئله ده چې ملګري ملتونه او ټوله نړیواله ټولنه یې اندېښمنه کړې ده.