ګرجستان: پارلمان د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه

د دغې لایحې خلاف اعتراضونه

د ګرجستان پارلمان، د رایو په اکثریت سره د "بهرنیو عواملو" لانجمنه لایحه تصویب کړه.

روسیه هم ورته قانون لري، او د دې لامل شوی چې له بهر تمویلیدونکې ګڼې رسنۍ یا نادولتي موسسې خپل فعالیتونه ودروي او په ځینو مواردو کې خلک د دې قانون د نه مراعتولو له امله زنداني شوي هم دي.

په ګرجستان کې د دغه قانون وروستی تصویب پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

په زرګونو کسانو چې ډېری یې ځوانان دي، په پلازمېنه تبلیسي او د پارلمان د ودانۍ مخې ته مظاهرې وکړې.

متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو څارونکو دا لایحه غندلې ځکه د دوی په باور ورته قانون روسیه هم لري چې له امله یې ولادمیر پوتین خپل مخالفان او خپلواک بنسټونه ځپي او غږونه یې غلي کوي.