د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په دغه ولایت کې د احمدشاهي حوض د بیارغونې ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.
د دې ادارې مشر مولوي انعام الله سمنګاني د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) ته لیکلي چې دغه حوض د څه باندې ۷ میلیونه او ۱۴۰ زره افغانیو په لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا بیارغول کېږي.
د سمنګاني په وينا، د احمدشاهي حوض ترڅنګ د ميرويس خان نيکه مقبره، او د احمدشاه بابا د کور د رغولو کار هم پيل شوى دى.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په داسې حال کې د تاريخي ځايونو د بيارغونې خبر ورکوي چې د راپورونو له مخې د هرات منار، په غور کې د جام منار او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر نور تاريخي ځايونه د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.