په سالنګونو، شمال او شمال ختیزو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوېنه شوې

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره

د طالبانو حکومت نن په سالنګونو او د هېواد د شمال ختیځ او لویدیځ په ځینو ولایتونو کې د سخت بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په حواله خبر ورکړی چې چهارشنبه د غويي په ۲۶مه نېټه په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، سمنګان، بلخ، بامیان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې او بریښنا او د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

د تېرو څو ورځو بارانونو له کبله په بغلان او د شمال په څو نورو ولایتونو کې درانه سېلونه وبهیدل چې لویه انساني فاجعه یې رامنځ ته کړه.

دې سېلونو، د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، له ۳۰۰ زیات خلک ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

دې سېلونو همداراز زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.