زیلینسکي بلېنکن ته: اوکراین د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري

د عکس ښي لور ته د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په کییف کې د روغبړ پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ویلي چې هېواد یې د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري.

ولودیمیر زیلینسکي دا غوښتنه نن په کییف کې له انټوني بلېنکن سره د کتنې پرمهال وکړه.

زیلینسکي وویل، هېواد یې داسې مهال چې روسیې د اوکراین پر شمال ختیځې خارکییف سیمې حملو ته زور ورکړی او د سیمې اوسېدونکي د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سختو بمباریو لاندې دي نورو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

بلېنکن چې په کانګرس کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د امریکا د مرستې له تصویبېدو څو اوونۍ وروسته نن په ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد وویل چې د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات دې هېواد ته پر لاره دي.

بلېنکن زیاته کړه چې دا مرسته به د روسیې پر ضد د روانې جګړې په ډګر کې لوی بدلون راولي.

په عین حال کې په خارکییف سیمه کې د اوکراین د پوځ ستر درستیز نن وویل چې اوکرایني ځواکونو د د روسیې سرحد ته نژدې د واوچانسک کوچني ښار پر لور د روسي د پوځ تازه حمله په شا تمبولې ده.

له بلې خوا د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې مشر کیریلو بودانوف نن د اوکراین تلوېزیون ته وویل چې په خارکییف کې وضعیت آرام دی، خو هغه زیاته کړه چې روسیه ښايي په راروانو ورځو کې هلته اضافي ځواکونه واستوي.