د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل شوی

په بغلان کې د جمعې او شنبې د ورځې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو حکومت سبا په سالنګونو او د هېواد د شمال ختیځ او لوېدیځ په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی.

ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس‌پاڼه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په حواله خبر ورکړی چې چهارشنبې د غويي په ۲۶مه نېټه په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، سمنګان، بلخ، بامیان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې او برښنا او د سېلونو د راوتلو اجتمال شته.

د تېرو څو ورځو بارانونو له کبله په بغلان او د شمال په څو نورو ولایتونو کې درانه سېلونه وبهېدل چې لویه انساني فاجعه یې رامنځته کړه.

دې سېلابونو، د ملګروملتو د ارقامو له مخې، له ۳۰۰ زیات خلک ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

دې سېلابونو همداراز زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.