آل ثاني: د غزې د اوربند خبرې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو دوام بې نتیجې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر، شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاتې دي.

شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني نن وویل چې په خاص ډول په تېرو څو اونیو کې منځګړو په خبرو کې د پرمختګ نښې ولیدلې، خو له بده مرغه کارونه پر سم لوري ولاړل نه او ځکه نو خبرې په بې نتیجې حالت کې دي.

د آل ثاني په وینا، په رفح کې د اسراییلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث شول.

په روانه مې میاشت کې په رفح کې د پوځي عملیاتو پرمهال اسراییلو له رفح سره د مصر پوله چې د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده، بنده کړه.

د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا اقدام به په غزه کې وضعیت نور هم خراب کړي.