سیف دې چلډرن:د بغلان سېلونو ۸۰ زره تنه زیانمن کړي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې نجلۍ د کورنۍ د یوه غړي له قبر سره

د ماشومانو د خوندیتوب اداره سیف دې چیلډرن وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلونو شاوخوا اتیا زره خلک زیانمن کړي دي چې لږترلږه نیمايي یې ښځې او ماشومان دي.

مرستندویې ټولنې ویلي چې په دې سېلونو کې نژدې څلوېښت زره ماشومان بې کوره شوي دي.

د سیف دې چیلډرن د راپور له مخې، د هېواد د شمال په دې سېلونو کې بغلان ولایت ترټولو ډېر زیانمن شوی چې د ۱۲ زرو په شاوخوا کې کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دې خیریه ټولنې ټینګار کړی چې د سېل ځپلو سیمو ماشومانو ته د څښاک ډېرې لږې اوبه رسېږي.

د سېف دې چیلډرن د بیان له مخې، د دې موسسې صحي ټیمونو د داسې مواردو راپور هم ورکړی چې د ځینو سیمو ماشومان د ګېډې په ناروغیو اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله له ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.