د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکړل شو

په بغلان کې روغتیايي کارکوونکي د سېلاب له کبله د ټپي شوي یو کس د درملنې پر مهال

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.

تیدروس ادهانوم ګیبریسوس نن دوشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ډېر کورونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.

د افغانستان لپاره د روغتیا سازمان څانګې له دې مخکې په بېړنۍ توګه د افغانستان شمال سېلاب ځپلو سیمو ته د اوه ټنه روغتیایي وسایلو د لېږلو خبر ورکړی و او ویلي وو چې دا مرسته د دې سازمان د هغو روانو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو ته رسېدل دي.