وېسټ: امریکا د سېلابونو له کبله د ګڼو افغانانو پر اغېزمنېدو خوابدی دی

په بغلان کې د سېلابونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښي دي. په تصویر کې د سیمې اوسېدونکي د هغه موټر ننداره کوي چې د سېلاب له کبله ویجاړ شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، واشنګټن په بادغیس، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو په نتیجه کې د ګڼو افغانانو د ژوند د اغېزمنېدو پر راپورونو خوابدی دی.

هغه لیکلي چې د دوی شریکان د خوړو، اوبو او نورو حیاتي توکو د برابرولو لپاره لاس په کار شوي دي.

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بې‌کوره شوي، وېرېدلي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سېف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلینیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه او ۱۰ زره یې ماشومان دي.