د ازادي راډیو اوونیزه نیمه نړۍ خپرونه د هغو مېرمنو ستونزو ته ځانګړې شوې چې د ماشوم له پیدا کېدلو څخه وروسته د خسر په کور کې شاقه یا درانه کارونه ورباندې کېږي.
په پیل کې به واورئ چې هغه مېرمنې چې د ماشوم له پیدا کېدلو څخه وروسته درانو یا شاقه کارونو ته مجبورېږي له کومو روغتیايي ستونزو سره مخ کېدلای شي او د دې مېرمنو ستونزې که حل نهشي، کومې بدې پایلي لري؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5