ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده.

هغې پرون د سویډن په مالمو ښار کې د ۹۰۰۰ نندارچیانو په وړاندې خپله سندره وویله.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د سندرې د اورولو پر مهال کومه پېښه ونه شوه خو په همدې ورځ له ۱۰ زرو زیاتو کسانو د مالمو په مرکزي چوک کې پر غزه ښار د اسراییل د یرغل خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې پر غزه د اسراییلو د برید له وجې دې دغې اسراییلۍ سندرغاړې ته د یورویژن سندرو سیالۍ په نیمه پای یا سیمي فاینل کې د ګډون وخت ورنه کړل شي.

دوی وروسته د مالمو ښار په لارو کوڅو کې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ.

د ټليفون له لارې د رایې ورکولو د پروسې په لړ کې اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یوروویژن فاینل ته ځان ورساوه.

د سندرو د دې سیالۍ فاینل د شنبې په ورځ کېږي.

د یورو ویژن سندرو سیالۍ په فاینل کې به د ۲۶ هیوادونو سندرغاړي برخه اخلي چې په کې فرانسه، جرمني، ایټالیا، هسپانیا، برېتانیا، سویډن، کرویشیا، قبرس، فنلینډ، ایرلینډ، لیتوانیا، لوګزمبورګ، پرتګال، سربیا، سلووینیا، اوکراین، ارمینیا، اتریش، ایستونیا، ګرجستان، یونان، اسراییل، لیتویا، هالنډ، ناروې او سویس شامل دي.