مصر: حماس ډله او اسراییل باید د اوربند په اړه انعطاف وښيي

د مصر د پلازمېنې قاهرې یوه څنډه

مصر ویلي، که حماس ډله او اسرائیل غواړي په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د یرغمل شویو د تبادلې پر سر موافقه وشي، باید له ځانه «انعطاف» وښيي.

په غزه کې د اسرائیل د جګړې اوومه میاشت ده او لا یې هم د ختمېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

راپورونه وايي د تازه مذاکرو تر بې نتیجې ختمېدو وروسته اسرائیل بیا په غزه کې خپلې حملې شدیدې کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې د ښکېلو لوریو د انعطاف منلو پر اهمیت ټینګار وکړ او له دوی یې وغوښتل چې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو او په غزه کې د بشري غمیزې د ختمېدو لپاره هره لازمه هڅه وکړي.

حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي نن جمعه ویلي، هغه مرکچیان یې چې روانه اوونۍ د اوربند پر سر د خبرو لپاره په قاهره کې وو، اوس دوحې ته روان شوي دي.

حماس وايي، اسرائیل د اوربند هغه پېشنهاد چې منځګړو ورسپارلی و، رد کړی او انتقادونه یې ورباندې کړي دي.

د مصر له حکومت سره نږدې خبري اژانس القاهره پرون پنج شنبه راپور ورکړی و چې د اسرائیل مرکچیان هم له قاهرې روان شوي دي.