امریکا د فلسطین په رفح ښار کې د اسراییلو له عملیاتو نارضایتي وښوده

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویندوی جان کربي

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویندوی جان کربي پرون (پنجشنبې) وویل، په رفح کې ستر عملیات به د حماس د ماتېدو سبب نه شي.

ښاغلي کربي پرون (پنجشنبې) خبریالانو ته وویل، پر رفح حمله به د حماس د سختدریځې ډلې د ماتولو لپاره د واشنګټن او تل ابیب ګډ هدف پوره نه کړای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا له خبرداریو سره سره اسراییل پرون (پنجشنبې) وویل چې په رفح کې د عملیاتو پلان ته دوام ورکوي.

په عین حال کې راپورونه ښيي چې د غزې د جنوب په رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو شمېر په زیاتېدو دی.

دا په داسي حال کې ده چې ملګري ملتونه، د غزې اوسیدونکي او مرستندویان وايي چې پر رفح د اسراییل د برید په صورت کې به انساني ناورین رامنځته شي.