د افغانستان د خبریالانو مرکز: د افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون په اړه د طالبانو پرېکړه د قانون خلاف ده

د افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز له افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون سره د کار او همکارۍ منع کول، د رسنیو د قانون خلاف کار بللی دی.

دغه بنسټ نن په یوه اعلامیه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون تازه پرېکړه چې له مخې یې له افغانستان انټرنشنل سره هر ډول همکاري منع شوې، د قانون خلاف عمل بللی دی.

د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون پرون چهارشنبه د دې رسنۍ په اړه دا پرېکړه اعلان کړه.

دغه کمیسیون په یوه اعلاميه کې "افغانستان انټرنشنل" رسنۍ په شخصیت وژنې، د شخصي حريم په تېري، د معلوماتو په تحریف او قومي او ژبني تعصبونو ته په لمن وهلو تورنه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د کمیسیون دا اعلامیه د فشار او سیاسي انګېزو ښکارندويي کوي.

په تېرو څه کم درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي او ګڼې رسنۍ تړل شوې هم دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون په ۱۴۰۰ لمریز کال په برېتانیا کې خپلې خپرونې پیل کړې.