د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې پرون چهارشنبه په لسګونو افغان پناه غوښتونکو روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو په مخالفت کې لاریون وکړ.
په هغو ویډیويي تصویرونو کې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، په لسګونو افغان پناه غوښتونکي لیدل کېږي چې د برېتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او وايي دوی باید روانډا ته د لېږلو په پرېکړه کې شامل نه شي، ځکه روانډا د دوی لپاره خوندي ځای نه دی.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو له انتقادونو سره- سره د برېتانیا پارلمان شا و خوا دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې روانډا ته یې د پناه غوښتونکو د لېږلو لایحه تصویب کړه چې هلته د دوی دوسیې وڅېړل شي.
روانډا به په پیل کې شا و خوا ۵۷۰۰ پناه غوښتونکي ومني.
په پام کې ده په راروانو شپږو اوونیو کې روانډا ته د هغو افغان پناه غوښتونکو لېږل پیل شي چې د برېتانیا حکومت «غیرقانوني پناه غوښتونکي» بللي دي.