د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: په متحده عربي اماراتو کې ۴۲ تنه افغان بندیان خوشې شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت د پرله پسې هڅو په نتیجه کې د دې هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کیدو پریکړه وشوه.

د هغه په خبره، دغه بندیان د اماراتو د حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شول چې یو تعداد یې آزاد او پاتې نور به یې په نېژدې راتلونکې کې آزاد شي.

هغه نه دي ویلي چې دغه افغانان د کومو جرمونو په خاطرپه هغه هېواد کې بندیان شوي او څه شمېریې تراوسه آزاد شوي دي، خو زیاتوي چې حکومت یې دې ته ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې به د خپلو وګړو د ستونزو د هواري لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.