د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو هرات کې د صلح تلویزون مسوول خوشې کړ

د افغانستان د خبریالانو مرکز

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بنده په هرات کې د صلح ټلویزیون د مسوول مدیر رامین امیري د خوشې کېدو خبر ورکوي.

هغه ۴۸ ورځې له طالبانو سره بندي و. دې مرکز چې له افغانستانه بهرفعالیت کوي، پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې ښاغلی امیري په یوه مالي قضیه کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا نیول شوی و او د ضمانت په بدل کې آزاد شو.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست د رسنیو د برخې مسوول جواد امین پرون چهارشنبې په هرات کې د امیري آزادیدل تایید کړل خو پر هغه د لګول شوي تور د قضیې په اړه یې نورجزیات ورنکړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ښاغلي امیري د خوشې کیدو د هرکلي ترڅنګ، د هغه نیول او د اوږدې مودې لپاره یې په بند کې ساتل پرته له دې قانوني مراحلو ته پام وشي، د افغانستان د رسنیو د قانون خلاف وبلل.

په تېرو نژدې درېیو کلونو کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمنان شوي، د دوی له خوا یو شمېر خبریالان نیول شوي چې له څومیاشتو بند تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.