پاکستان په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

ارشیف

د پاکستان حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې اعلان وکړ چې حکومت یې ښوونځيو ته د ماشومانو د بیرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوي.

دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوي چې دغه ستونزې ته د اجندا په سرکې لومړیتوب ورکړي، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړي.

پر اټومي وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، د لسیزو جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۲۶ میلیونه ماشومان چې د دې هېواد ښوونځيو ته د تلو پر شرایطو د برابرو نږدې ۴۰ سلنه جوړوي، له رسمي زده کړو بې برخې دي چې دا په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله له ښوونځي د بهرپاتې شویو ماشومانو ترټولو لوړه شمېره ده.