د ایران حکومت د نشه یي توکو د کاروبار په تور یو افغان وګړی اعدام کړی

ارشیف

د حال وش په نوم یوه رسنۍ چې د ایران د سیستان او بلوچستان له وضعیت څخه راپورونه برابروي، د افغانستان د یوه تبعه د اعدامیدو خبر ورکوي.

دغې رسنۍ اعدام شوی کس خان محمد اسحق زی، د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ اوسیدونکی یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د مخدره موادو په تړاو پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته د کرمان په زندان کې له مخکینۍ خبرتیا او له کورنۍ سره یې د وروستۍ لیدنې پرته اعدام شو.

حال وش د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې ۴۰ کلن اسحق زی په ۲۰۲۰ کال کې د مخدره موادو په تړاو نیول شوی او د ایران د سمنان ښار د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و.

ویل کیږي هغه متاهل او د پنځو اولادونو پلار و.

د روانې ثور میاشتې په لومړیو کې د هه‌نگاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وویل چې د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د ایران په زندانونو کې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

ایران په نړۍ کې د اعدامونو د شمېرو له پلوه لوړځای لري چې تل پرې د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه کړي دي.