په ایران کې یو ۷۰ کلن افغان کارګر څا ته له لوېدو وروسته ساه ورکړې

عکس تزئیني بڼه لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې یو سپین ږیری افغان کارګر څا ته له لوېدلو وروسته ساه ورکړې ده.

د تهران ښاروالۍ د اطفایې او خوندیتوب ادارې ویاند سید جلال ملکي اژانس ته ویلي چې دغه پېښه پرون د مې په ۷مه شوې ده.

نوموړي ویلي، دغه ۷۰ کلن کارګر د یوې څا د پاکولو پر مهال هغه وخت لاندې ولوېد چې په ځان پورې تړلې رسۍ یې وشلېده.

ملکي ویلي، د ژغورنې ټیمونه څو ساعته وروسته توانېدلي چې د دغه کس مړی له څا راوباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال دا مهال ایران کې ژوند کوي چې اکثره یې په درنو کارونو لګیا دي.