د چین ولسمشر د فرانسې سفر کې د سوداګریز سیاست بدلون ته یې لېوالتیا ونه ښوده

د چین ولسمشر شي جن پنګ او فرانسې ولسمشر امانول مکرون

د چین ولسمشر شي جن پنګ فرانسې ته خپل سفر پای ته ورساوه او صربیا ته ستون شو.

د راپورونو په اساس، د فرانسې ولسمشر امانول مکرون له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې پر هغه بازار ته د لاسرسي او د اوکرایین د جګړې په برخه کې ځینې نیوکې کړې دي.

په دې اساس شي جن پنګ د بهرني سیاست او سوداګرۍ په برخه کې د امتیازاتو د ورکړې لږ چمتووالی ښودلی.

د رویټرز د راپور له مخې، مکرون تمه درلوده چې د اروپا او چین تر منځ د غیر متعادلې سوداګرۍ په بدل کې چینايي بازارونو ته د اروپا د زیات لاسرسي او پر چینايي شرکتونو د سبسایدۍ د کمولو په برخه کې شي جن پنګ متقاعده کړي.

خو راپورونه وایي چې د چین ولسمشر په دې برخه کې د بدلونو لپاره ډېره لیوالتیا نه وه ښودلې.