د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل وویل د اروپايي ټولنې غړو ته یې سپارښتنه کړې وه چې د ولادمیرپوتین د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
بوریل پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:
" د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره تر ګڼو بحثونو وروسته مې هغوی ته دا پيغام ورکړ چې زما په باور سم کار دا دی چې د لوړې په دې مراسمو کې برخه وانخلو. زما سپارښتنه دا وه چې دا کار ونکړئ."
۷۱ کلن ولادمیرپوتین پرون د ولسمشرۍ د یوې بلې شپږ کلنې دورې د پیل په خاطر لوړه وکړه. ګڼو لویدیځو هېوادونو دا مراسم تحریم کړي وو او دلیل یې په اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل او د پوتین د بریا لپاره سازمان شوې ولسمشریزې ټاکنې یادوي.