حماس: د اوربند وړاندیز مو منلی؛ اسراییل: دغه موافقه زمونږ غوښتنې نه پوره کوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

حماس وایي، د مصر او قطر په منځګړیتوب یې په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی، خو اسراییل ویلي چې دغه موافقه د دوی اساسي غوښتنې نه پوره کوي او د غزې پر جنوبي ښار رفح به پوځي عملیات مخ ته یوسي.

خو اسراییل دا هم ویلي چې په دې اړه به خبرو ته دوام ورکړي.

حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په ناڅاپي توګه د اوربند دغه موافقه څو ساعته وروسته له هغې مني چې اسراییل د رفح له ختیځو سیمو شاوخوا سل زره کسانو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی دی.

هغه اقدام چې پر دې سیمې د اسراییل د پوځي عملیاتو د ژر پیلېدو نښه بلل کېږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ دي.

هغه نن سهار وختي په یوه وېډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی، په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی.

هغه ویلي په سیمه کې پوځي عملیات به ناوړه بشري عواقب ولري او ورسره به سیمه لا بې ثباته شي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل پرون ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړل.

اسراییل د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه په دې سیمه کې چې د غزې د نفوس شاوخوا ۱،۴ میلیونه وګړو له جګړو پناه وروړې، د اسراییل له پوځي عملیاتو سره موافق نه دي.