د اوکراین د استخباراتو ادارې یا "ایسبيیو" (SBU) نن وویل چې د روسیې د استخباراتو د اجنټانو یوه شبکه کې نیولې چې د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او د اوکراین د نورو چارواکو د وژنې پلان یې جوړ کړی و.
د اوکراین استخباراتو ویلي چې دغې شبکې د زیلینسکي تر څنګ د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک او د پوځي استخباراتو د مشر کیریلو بودانوف د وژنې پلان هم درلود.
د اوکراین استخباراتي ادارې ویلي چې د دولتي ګارډ د ځواکونو دوه ډګروالان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، د جګړې پر مهال په ملي خیانت او یوه ترویستي عمل تورن شوي دي.
دغه دوه کسان د دوی د کورونو له تالاشۍ وروسته نیول شوي او که دوی مجرم وپېژندل شي، په عمري بند به محکوم شي.