د چین ولسمشر سربیا ته روان شوی

د چین ولسمشر او مېرمن یې

د چین ولسمشر شي جینپینګ د خپل اروپایي سفر په ترڅ کې نن سه شنبه د بالکان حوزې یوه هېواد سربیا ته روان شوی دی.

د رویټرز په وینا٬ د هغه سفر له یوې سمبولیکې نېټې سره برابر شوی هغه دا چې نن د مې ۷مه په بلګراد کې د چین پر سفارت د امریکا د جیټ الوتکو د بمبارۍ ۲۵مه کلیزه ده.

په ۱۹۹۹ کال کې پر کوسوو د ناټو د هوایي برید په ترڅ کې د امریکا جېټ الوتکو په بلګراد کې د چین پر سفارت پنځه بمونه وغورځول چې له کبله یې اور ولګېد او درې چینایي اتباع په کې ووژل شول.

امریکا هغه مهال د خپلې بمبارۍ په اړه بخښنه وغوښته او د چین پر سفارت یې برید یوه تېروتنه وبلله.