ملګرو ملتونو پر رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار وباله

په رفح کې د تازه جګړې یو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار دی.

ګوټېرېش څو ساعته وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی٬ په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی.

هغه وایي: "په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې ورانونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییلو پرون ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړل.

اسراییل د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه دغلته له جګړې سره موافق نه دي.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو میلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.