د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونو او تاجرانو پرون لس تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د دې تړونونو د لاسلیک لپاره په هرات کې یوه غونډه نیول شوې وه.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت لیکلي چې لاسلیک شوي تړونونه د ساختماني موادو له هغې ډلې ګول سیخ، تعمریاتي رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي موادو په برخه کې دي.
په بیان کې د افغان او ترکمن سوداګرو او صنعتکارانو په حواله راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابر شوی او دواړه خواوې باید ترې اعظمي ګټه پورته کړي.