د پاکستان د بلوچستان والي له وسله‌والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

د پاکستان بلوچستان ایالت یوه څنډه کې امنیتي ځواکونه. دغه ایالت کې د مخالفانو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت نوي والي له وسله‌والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی وښود.

شیخ جعفر مندوخېل وايي، که ناراضه بلوڅان غواړي له حکومت سره خبرې وکړي، حکومت خبرو ته چمتو دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ولایت مقام کې د لوړې د مراسمو پر مهال وویل چې په بلوچستان کې به د امنیت د ښه کولو په هدف مذاکرات وکړي.

هغه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې زياته کړه چې د خبرو د بهیر جاري ساتل د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي ځکه کومه ټولنه چې خبرې نه کوي د ظلم ټولنه بلل کېږي.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده.

وسله‌والو بېلتون غوښتونکو ډلو حکومتي ځواکونه او چینايي کارکوونکي په نښه کړي دي.

د بلوچستان د نوي والي شیخ جعفر مندوخېل د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه چا غبرګون نه دی ښودلی.