د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون پر خپل هېواد د روسیې د یرغل د ۸۰۰ اته سومې ورځې په مناسبت وویل چې ټول اوکراینیان او د اوکراین متحدان باید تر وسې وسې د کریملین د پلانونو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.
ولسمشر زیلینسکي د اوکراین سرحدي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې اوکراین له یوه سخت پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دی، خو د ده په وینا تردې هم یوبل سخت پړاو پاتې دی چې هغه په مناسبو شرایطو د جګړې پای ته رسول دي.
هغه زیاته کړه چې نن ورځ د اوکراین خلک او متحدان یې باید د روسیې د پلانونو د شنډولو لپاره تر وسې وسې هڅه وکړي.
ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې بېګا داسې مهال وکړې چې د اوکراین په دونېڅک سیمه کې د روسیې په توغندويي حملو کې لږترلږه درې کسان ووژل شول.
روسې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې دا اشغال لاهم روان دی.