نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده

ارشیف: افغان خبریالان

نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ سږ کال بیا له داسي وخت کې سره برابریږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بیان او رسنیو د ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنې نه یوازې کمې شوي نه دي، بلکې تر تېرو دوو کلونو هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته په څه کم درېیو کلونو کې د رسنیو د قانون خلاف د طالبانو له لوري لږترلږه ۱۷ دستورالعملونه اعلان شوي دي.

دغه مرکز پرون پنجشنبې په خپله اعلامیه کې وویل چې د طالبانو په دستورالعملونو کې په ملي راډیو تلوېزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، د مدني اعتراضونو او مظاهرو پر خپرېدو بندیز، د ښځینه ویندویانو د مخ پټول او دې ته ورته نور موارد شامل دي.

طالبان وايي چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته سلګونه رسنۍ له فعالیته لوېدلي، زرګونه خبریالان له هېواده وتلي او یو شمېر نورو دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې موده کې لسګونه خبریالان نیول شوي، ځینې یې وروسته خوشي شوي او ځینې لا هم په بند کې شپې سبا کوي.