د افغانستان د خبریالانو مرکز یوځل بیا د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت اندېښنه وښوده

د افغانستان د خبریالانو مرکز

د افغانستان د خبریالانو مرکز چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو د زیاتیدونکو سختو محدودیتونو او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

دې مرکز نن په یوه بیان کې چې په خپله وېبپاڼه کې یې خپور کړی، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه د خپلو موندنو نتیجې خپرې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د طالبانو له لوري لږترلږه ۱۷ تګلارې د رسنیو د قانون خلاف صادرې شوې دي.

د دې مرکز په خبره، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ د نقض لږترلږه ۱۳۶ موارد یې ثبت کړي دي.

په دې کې د ګواښونو ۷۲ موارد او د خبریالانو د نیولو او توقیف ۶۴موارد دي چې د تېرکال د ورته ثبت شویو ۲۱۳ مواردو پرتله ۷۷ کمې قضیې دي.خو پرځای یې په تېر یوه کال کې پر رسنیو او خبریالانو په نورو بڼه هم فشارونه زیات شوي دي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیتونو سختیدل، له خپریدو مخکې او وروسته څارنه، په ټولنیزو شبکو کې د خبریالانو پر فعالیت څارنه او اقتصادي فشار چې پرهغوی راوستل شوی دی.