د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې پرون په خوست کې درېیو کسانو ته «نامشروع اړیکو» او «فرېبکارۍ» په تور، په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.
دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو تورن په ۳۹ دُرو او دوه کاله تنفیذي بند، دویم او درېیم په شپږمیاشتني تنفیذي بند او ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
طالبانو تېره پنج شنبه هم په خوست ولایت کې پنځه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي وو او په بند محکوم کړي وو.
طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي.