حماس ډله: غزه کې د اوربند په اړه د اسراییلو پر طرحې غور کوو

غزه - ارشیف

فلسطینۍ حماس ډله وايي، د لسګونه برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییل د طرحې په اړه غور کوي.

دې ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا کسان د تېرکال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د برید پرمهال برمته کړي وو.

د حماس یوې سرچینې په قاهره کې له خبرو وروسته قطر ته د ستنېدو پرمهال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې د اسراییلو د وړاندیز په اړه به په خپلو کې بحثونه وکړي او سمدستي به یې ځواب ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکین ویلي دي چې د اسراییلو په طرح کې د اوربند شرایط خورا زیات سخاوتمندانه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بېګا د غزې په رفح ښار کې د اسراییلو په حملو کې د فلسطیني چارواکو په وینا شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان ووژل شول.

د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نژدې نیمایي د جګړو له وېرې په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.