د طالبانو حکومت د هرات – غور سړک د رغولو کار پیل کړ.
د سړک د جوړولو چارې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوې.
باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي راپور ورکړی دغه ۳۵۰ کیلومتره اوږد سړک د سرب او جستو د کان له عوایدو تمویل او د قراردادي شرکتونو له خوا جوړیږي.
د غور- هرات سړک د افغانستان د مرکزي لويې لارې يوه برخه ده چې هرات، غور، باميان، دايکنډي او ميدان وردک ولايتونه له کابل سره نښلوي.
دا لویه لار د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال پلان شوې وه او د ۷۰۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د کابل – کندهار – هرات له لویې لارې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لنډه ده.