نن په کابل کې د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو شپږم تلین دی

له ښي لوري: محرم درانۍ، عبدالله حنانزی او سباوون کاکړ - ارشیف

نن د اپرېل دېرشمه د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو د وژل کېدو له شپږم تلین سره برابر دی.

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په دېرشمه د کابل په شش درک کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

په هغه برید کې چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان ولایت یې مسوولیت ومانه ټول ټال ۲۹ کسان چې اکثر یې خبریالان او رسنیز کارکوونکي وو ووژل شول او ۵۰ نور کسان هم ټپیان شول.

دوی د یوې بمي چاودنې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تلي وو چې د یاد برید هدف وګرځېدل.

دا پر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو تر ټولو سخته او خونړۍ حمله بلل کېږي.

افغان خبریالان په تېرو شلو کلونو کې د خونړیو او هدفي بریدونو شاهد وو.