ایران له افغانستان او ترکمنستان سره پر پوله دېوالونه او موانع جوړوي

د افغانستان - ایران پوله

ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان او ترکمنستان سره د پولې په اوږدو کې دېوالونه او موانع جوړوي.

د ایران دولتي اژانس پرون دوشنبه ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایران د شمال، شمال ختیځ او ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د دیوالونو او موانعو د جوړولو لپاره یوه درې میلیارد ډالري بودیجه منظور کړې ده.

ایران له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کې ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره پر څه باندې ۳۰۰ کیلومتره پوله باندې د تاسیساتو د لګولو تابیا لري.

د ایران د شمال ختیځ لپاره د پوله ساتو او پیاده ځواکونو قومندان جنرال حسن مکفي له قوله رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده پر دغو پولو څلور متره کانکریټي دیوالونه،اغزن سیم، جال او اصولي سړکونه د درېیو کلونو په موده کې د پوځ له خوا جوړ شي.

د طالبانو حکومت لا د ایران د دې اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې په ځینو سیمو کې د ایراني ځواکونو د مخکې راتګ او د سرحدي نښانونو د ګډوډۍ پر سر طالب ځواکونو له ایراني پوله ساتو سره شخړې هم کړې دي.