د حماس یو پلاوی غزه کې د اوربند د خبرو لپاره نن قاهرې ته ځي

د مصر پلازمېنه قاهره

د حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، یو هیئت په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر سر د خبرو لپاره نن دوشنبه د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر کوي.

د حماس ډلې یوه چارواکي دا خبره رویټرز خبري اژانس ته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې منځګړو خپلې هڅې چټکې کړي، څو د غزې تړانګې په جنوب کې پر رفح ښار د اسرائیل تر پلان شویو پوځي عملیاتو مخکې یوه موافقه وشي.

د حماس ډلې دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د دوی یو هیئت به د اوربند پر هغه پېشنهاد چې منځګړو قطر او مصر ته سپارل شوی او په دې اړه د اسرائیل پر ځواب بحث وکړي.

هغه د دوروستیو وړاندیزونو په باب څه ونه ویل.